عبدالله

دورانی

د مالي شخړو د حل کمیسیون رئیس پیغام


د مالي شخړو د حل کمیسیون من حیث یو شبه قضایی ارګان (اداری دیوان) په افغانستان کی یوه نوي رامنځ ته شوي تجربه ده، نو په همدی اساس د هغه د تاسیس له نیټې څخه را په دې خوا د دې کمیسیون د تعریف، وجودی فلسفې، هدفونو او پر اوسني نظام د هغه د اغیزو په اړه ګڼی پوښتنې راپیدا شوي چه زموږ له نظره دا پوښتنی پرځای دي، ځکه چې د افغانستان په اسلامي جمهوري نظام کې د لومړي ځل لپاره د مالي شخړو د حل کمیسیون په څیر د شبه قضايي ادارو په رامنځ ته کیدو سره د اداري عدالت (Administrative Justice) نظریه تجربه کیږي. له دې سره سره چې د اداري عدالت په اړوند زیاتې څیړنې شوي دي، خو بیا هم د دې نظریې د پلي کیدو په اړه په ګران هیواد کی عملي ګامونه، نه دي پورته شوي. له دې امله د عامه پوهاوي او د ذهنونو د روښانولو په موخه دا لیکنه چمتو شوي، چې د کمیسیون شالید، اړتیا، پیژندنه، واکونه، هدفونه، کړنې او د هغه لاسته راوړنې پکې مختصرا تربحث لاندی نیول شوی، درنو لوستونکو ته وړاندې کیږي.

;