
عبدالله دورانی
د مالی شخړو د حل کمیسیون رئیس
عبدالله دورانی د حاجي محمد دوران زوی د ۱۳۴۸ د هجری لمریز کال د سلواغه په ۸ نیټه په کابل کي زیږیدلی دی. په افغانستان باندي د شوروي اتحاد له تیري وروسته نوموړی په ۱۹۷۹ میلادی کال کي پاکستان ته کډوال شوی او خپلي لمړی او ثانوي زده کړه یي د پاکستان په پښاور ښار کي بشپړي کړی ديي. ښاغلی دوراني د پاکستان د اسلام آباد له نړیوال پوهنتون څخه د فقهي او قانون په څانګه کي لیسانس او د امریکي د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت د هوستون له پوهنتون څخه د حقوق په برخه کي ماستري لري. نوموړی افغانستان ته له راستنیدو وروسته د ۲۰۰۷ میلادی کال د اکتوبر په میاشت کي د مالی څارني د لوی امر او د افغانستان بانک د لوی رئیس د سلاکار په تو که په دنده و ګمارل شو. شاغلی عبدالله دورانی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ریاست د عالي مقام د (۱۷۸۲) ګني ۱۶/۱۲/۱۳۸۶ نیټي حکم پر بنسټ د مالی شخړو حل کمیسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.

فیض الرحمن وثیق
مسلکی غړی ( حقوق پوه)
فیض الرحمن وثیق د غلام حسین زوی په ۱۳۲۷ د هجری لمریز کال د تخار په ولایت کي زیږیدلی دی. نوموړی خپلي لومړی زده کري په تخار ولایت کی او منځنی او ثانوی زده کړه یی د کابل په ابن سیناعالي لیسه کي پای ته رسولي دی. همدا ډول نوموړی خپلي لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو په څانګه کي ترسره کړي دي. ښاغلی وثیق خپل لومړنی دولتي کار په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کي په لويه څارنوالی کي پیل کړ. ورپسي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د مدیر، د همغږی د مرستیالُ د همدي وزارت د مالی او اداري رئیس او د جمهوری ریاست د عامه اړیکو د اداري د رئیس په توګه دندي ترسره کړي دي. نوموړی د مؤقت حکومت له رامنځ کیدو وروسته په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کي د عدلي او قضایي سمونونو د کمیسیون غړی په توګه و ګمارل شو او د یاد کمیسیون کار له پای ته رسیدو وروسته په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کي په ستره محکمه کي د تدقیق او قضایي مطالعو د مسلکی غړی په توګه مقرر شو. ښاغلی فیض الرحمن وثیق د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالی مقام د ۷۱۸۲ ګني ۱۶/۱۲/۱۳۸۶ نیټي حکم پر بنسټ د مالی شخړو د حل کمیسیون مسلکی غړی په توګه وټاکل شو.

احمد الله مسعود
مسلکی غړی ( حقوق پوه)
احمد الله مسعود د جهانګیر زوی په ۱۳۶۰ دهجری لمریز کال کي د افغانستان په تخار ولایت کي زیږیدلی دی. نوموړی خپلي لومړنی او ثانوي زده کړي د پاکستان د پښاور ښار په امام بخاري عالي لیسه کي بشپړی کړی دي. مسعود خپلي لوړي زده کړی د لیسانس په کچه د فقهي او قانون په څانګه کي د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي او خپله ماستري د حقوقو په څانګه کي د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن له پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي. مسعود په ۲۰۰۷ د میلادی کال کي د قانون حاکمیت د پروژي لخوا د ابل پوهنتون د حقوقی زده کړو د مرکز د حقوقي کتابتون د آمر په دنده و ګمارل شو او په ۲۰۰۹ د میلادی کال کی د کابل کی د د آسیاي بنیاد لخوا په پارلماني چارو کي د دولت د وزارت د معلوماتي سرچینو په مرکز کي د کار پوه په توګه مقرر شو. نوموړی له ۲۰۱۰ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کاله پوري په افغانستان کي د قانون د حاکمیت د ټینګښت له پروژي سره د افغانستان د پوهنتونو د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو د حقوقي څیړنو په برخه کي د سلاکار په توګه هم کار کړی دی. ښاعلی مسعود د ماستړی له پروګرام څخه د بیرته راستنیدو وروسته په ۲۰۱۵ م کال کی د اقتصاد وزارت د حقوقي سلاکار په توګه وګمارل شو چي په ورته وخت کي یي د مشعل په پوهنتون کي د استاذ او مرستیال په توګه په بالمقطع توګه هم کار کاوه. هغه په ۲۰۱۶ م کال کي د USAID لخوا د عدلیي وزارت د حقوقو ریاست لپاره د حقوقي پروګرام د لوی کارپوه په توګه په دنده وګمارل شو. ښاعلی احمدالله مسعود د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست د عالی مقام د (۱۶۰۶) ګڼي ۵/۲۲/۱۳۹۶ نیټي حکم پر بنسټ د مالی شخړو حل کمیسیون د حقوقو د مسلکي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

عبد الرازق عزنوی
مسلکي غړی (محساب)
ښاعلی عبدالرزاق غزنوی د عبدالاحد زوی په ۱۱۳۱ د هجري لمریز کال کي د افغانستان په غزني ولایت کي زیږیدلی دی. خپلي لومړنی زده کړي د غزني ولایت د جمال میني په ښوونځي او خپلي ثانوي زده کړي یي د غزني ولایت د عالی لیسي په ښوونځي کي او لوړي زده کړي د لیسانس په کچه د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي پای ته رسولي دي. نوموړي له ۱۳۵۹ د هجري لمریز کال را پدیخوا د مالیي وزارت په بیلابیلو برخو کي کار کړی او د افغانستان اسلامی جمهویت د ریاست عالی مقام د (۳۳۷۱) ګڼی ۲۴/۵/۱۳۸۸ نیټي حکم پر بنسټ د مالی شخړو د حل کمیسیون د مسلکي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالواسع احمدی
مسلکی غړی (محساب)
ښاعلي عبدالواسع احمدی د حاجي وکیل زوی په ۱۳۴۰ د هجری لمریز کال کی د کابل ولایت د باغ بابان په کوڅه کي دی نړی ته سترګي غړولي دي. نوموړي خپلي لومړنی زده کړي د شاه دو شمشیره په ښوونځي او خپلي ثانوي زده کړي د کابل ولایت د استقلال د عالي لیسي کي او خپلي لوړي زده کړي د لیسانس په کچه د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي پای ته رسولي دي. ښاغلي عبدالواسع احمدي د افغانستان اسلامی جمهوریت د ریاست د عالی مقام د (۳۳۷۱) ګڼي ۲۴/۵/۱۳۸۸نیټي حکم پر بنسټ د مالي شخړو د حل کمیسیون د مسلکي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

حمید الله سروری
مسلکي غړی (محساب)
مسلکي غړی (محساب) ښاغلي حمیدالله سروری د شرین محمد زوی په ۱۳۶۰ د هجری لمریز کال کي په کابل ولایت کي زیږیدلی دی. نوموړی خپلي لومړني او ثانوی زده کړي د کابل ولایت په نادریه عالي لیسه او خپلي لوړی زده کړي د لیسانس په کچه د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي پای ته رسولي دي. هغه همدا دول له ARO مؤسسي څخه د اداري او سوداګری په برخه کي دیپلوم هم لري. نوموړی د اداري سمونونو په خپلواک کمیسیون کي د کار زده کړي ، د پورونو د آمر، د مالی آمر او د کابل بانک د تصفیي مرستیال په توګه دندي ترسره کړي دي. ښاعلی حمیدالله سروري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست د عالی مقام د (۱۱۲۰) ګڼي ۲۷/۴/۱۳۹۸ د نیټي د حکم پر بنسټ د مالی شخړو د حل کمیسیون د مسلکی غړي په توګه ټاکل شوی دی.